دلیبیا د خلکو راتلونکي هیلي او د قذافي د واک وروستي شیبي
ولی محمد نورزی                                                       ولی محمد نورزی

 لیبیا چه د افریقايی هیوادونو په ډله کي  د مسا حت لرویه څلورم او په ټوله نړۍ کي اووه لسم  ستر هیواد دي .  څه کم ۶،۴ میلیونه وګړي لري. د لیبا خلک هم په مختلفو قومونو او ټبرونو باندی ویشل شوی دي. د قذافي ، سیرنیکا نو ، فضا نو، سویانو، وار فلا، میسوتا اوابوالیال تو کمي او ډلی  د لیبیا د قومونو انډول یو له بله سره جلا کوي. د لیبیا ددوهم لوی ښار بنګازي اود سهیلي نورو برخو خلکو، تو کمونو لکه: سیرینکا او د تریپولي( طرابلیس) ختیځي سهیلي برخو کی بغاوت او پا څون  د قذافي د ۴۲ کلني سیاسي او اقتصادي دیکتا توري پر ضد خپل ږغ را پورته کړي. د غه ټبرونه  او طایفی د ۴۲ کالو په اوږدوکې په سیاسې او اقتصادې  لحاظ  د قذافی د زور واکی او ظلم  څخه ډیر سخت ځوریدلي او تره ټل شوی دي. دوی خپل د پا څون ږغ د لمړۍ ځل لپاره د لیبیا په ختیځو بر خو  کي را پور ته کړي او د نفت او تیلو زیرمی یی تر خپل کنترول لاندي را وستي . قذافی او دهغه زامن چه له پخوانه یي د ملی فوځ ، پو لیسو او هوايي قواوو  باندي پوره واک درلودي. دوی د تیلو  او ګاز و د ملی شرکتونو ټولي زیرمي په خپل لاس کی نیولی دي . ددی زیرمو لو یه پانګه يی  د خپلو خوښو ملا تړو بورژوازانو اوځايی خانانو تر واک لاندی وه، چه دوی به دخپل ټول لګښت او اړتیاوي د پوره کولو سر بیره یوه لویه برخه په خپل سر په ځانکړۍ توګه په میلو او چړچو  مصرفولي او هریو یی د خپلی علاقی او سیمي د ټبر مشر او سرداروو .                 

په ۱۹۹۳ کال کی چه پر لیبیا باندي اقتصادی محاصره اعلان شوه. نو ددغو سیمو خلکو د قذافي د حکومت پر ضد خپل پا څون اعلان کړي. ولی ډیر ژر د قذافي ظالم رژیم په ډیري بی رحمی سره هغوي و ټکول ، او دسر مشران يي چار ماری کړل او په سلګونو نوریي بیا د جیل اوزندان د توروتیاروغاروته وروغورځول چه ځنی یی تراوسه هلته دي

 

 لکه څنکه چه مخکې مي وویل چه د لیبیا هیواد د قومونو  د توکمونو انډول خپل تاریخی اختلافي جرړی لري، او ددی  قومونو د انډول اصلی ریشه د پخوا نه  مو جوده وه، ولی اوس یی د زورواکي  تله د نړیوال  ښکیلاک د ټولی  سیمي د سولی او جګړي په منځ کی پورته او کښته کیږي، او هر یو خپلی بیلی بیلی ګټی او ښیګڼي پکښی  ویني.

کوم وخت چه د تونس او مصر د خلکو ملی پاڅون  د بن علی او حسنی مبارک فولادی دیوال ړنک کړي او دغرب د غه ټینګ ملا تړي تش په نا مه د خلکو چارواکو نور دخلکو د سپیڅلی نوم څخه خپله  ګټه او د حکومت د چارواکی او زور واکي  لړي یي نوره نشوای پر مخ بیولاي، نو دیته مجبوره شول چه واک پریږدي او دخپل هیواد او خلکو نه پښی سپکی کړي. داچه په دی لاره کی  کورني او بهرنۍ لاسوهنه موجوده وه او که نه ،خو په عمومی توګه ویلای شو،چه ددغو دیکتاتورانو را پر ځول  د خلکو په منځ کی د خپلواکي او آزادی لاره وموندله او د یوه شخص اویوه چارواکی د اوږده  او پر له پسی حکومت واک یي د تل لپاره له منځه یووړي. چه دا په خپله په دي پیړي کی دعربو هیوادونو د ازادی،مساوات، عدالت او انتخابي بهیر لمړنی بر یاوی دي چه په خپل لاس او زور لاس ته را غلي دي. داچه دوی به په راتلونکي کي خپله انتخابي رایه څنګه کاروی دا بیا په خپله په دوی پوری اړه لري. چه خپل راتلونکي ژوند څنګه وټاکي.                       

          

 د لیبیا مشر محمرا لقذافی ۴۲ کاله مخکی د یوي فوځی کودتا په وجه واک تر لاسه کړي او تر نن پوري یی خپل دریځ کله دغربیانو ټینګ ملاتړي او کله دښمن، کله دعربی هیوادونو داولس واکو ملګري او کله سیاسی سیال کله د تروریزم رهبر او کله بیا د ازادي غو ښتونکو هیوادو همغاړي پا ته شوی دي. قذافي د افغا نستان د مجاهدینو سره په وار وار د روسانو د یرغل په وخت کی نغدی مرستی کړی دي. او د عربی هیوادو په ډله کی د لیبیا څخه د قذافی په مشوری  یوه ډله د مجاهدینو سره د مرستي په منظورد پا کستان اوافغا نستان خاوری ته ولاړل، او جګړه یي د  اسلامی جهاد په نامه د شوروی طرفداره افغا نی حکومت په مقا بل کی د افغا نی مجاهیدونو سره یو ځای پر مخ بیوله

 

 قذافی د خپل هیواد پرټولو خلکو باندی یو شانته د پیر زویني حکومت نه دی کړي. دده رژیم  د خپلی قذافی اونورو اشرافی توکمونو سره  د ښو مرستواو همکاریو جلا جلا اړیکي ،او دنورو ټبرو سره چه دده ګټه به پکښی نه وه باا لکل بیلی بیلي اړیکي لرلي. قذافی د لیبیا د ټولو وګړو تر نیمایی زیاتو د تائیید وړ کس نه دي. ولی دده د ډلی او قومي اشرافیانو د هر ډول ملاتړ څخه برخمن دي. زما د تحصیلی دوری یو هم ټولګی شل کاله مخکي چه په خپله د عراق وو،دکار لپاره لیبیا ته تللی وو او بیر ته د راتګ په وخت کی یی ما ته د لیبیا د خلکو د ژوندانه د ختیځو او سهیلی برخو کیسه داسی وکړه:

د لیبیا ددی سیمی خلک کوم چه د قذافي په ډلی پوری اړه نلري ، ډیر غریب ، بیچاره او بی وزلی دي. دوی خپل ږغ د چارواکو مخ ته نشی رسولاي. تعلیم او تر بیه په ډیره کښته کچه پرمخ ځي د عادی ژوند سطح او دژوند انه د ضرورت لمړني اړتیاوي په ډیره ټیټه سطحه پر مخ  تللي، دیوه ښار او بل ښا ر د مدنیت او پراختیا آسانتیاوی یو له بله سره ډیر تو پیر در لودي. دحق او عدالت د قضا اداره د قانون رعایت نه کوي او بیرو کراسی خپل اخرنی  سر حد ته رسیدلي ده. دنسلونو او قومي برابر والي یو شانته نه دي.

قذافی د عربی هیوادو د رهبرانو د ډلی نه د یوه افراطی ،عیاش، بد اخلا قه رهبر په توګه مشهور دي. څلویښت پیغلی نجوني د باډیګاردانو په توګه، اوکرایني ښا یسته داکتره د روان شناس په توګه او د نړي نوری ښا یسته نجوني د مسا ژیست په توګه په ډیرو لوړو تنخواه  ګانوسره  خپله دنده  پر مخ بيا یي  او دده په حرم سرای کی شتون لري او هلته اوسیږي. ددی ټولو نا خوالو سربیره د عیش اونوش په دی ځانګړي نړي کی قذافی د نورو غربی هیوادونو تر ټولو ښکلي نجو نی لیبیا ته  را غواړي او دمیلمه پالني پر لیکه د راتګ په وخت کی ورسره نغدی ډالری مرسته کوي. چه یوه بیلګه یی پرو سږکال د ایتالیا هیواد د ۷۰ ښکلو نجونو ځا نګړۍ دعوت وو،چه د نړي د تلویزیونونو په هنداره کي هر چا دا ننداره وکتله او ویی لیدله. د قذافی دا ناوړه عمل د یوه مسلمان هیواد دمشر په تو ګه  د زغمولو وړ نه دی. او دشرم او حیې لو یه بد نامی ده. قذافی د خپل هیواد د ملی پانګي څخه د نړي په شتمنو هیوادو کي لکه امریکا، ایتالیا، کانادا، سویس، انګلستان،فرانسه، جرمني، هند اونورو هیوادو کي شخصی جایدادونه،  زینتي بنګلی ، او داستوګنځی ښکلي ماڼی  را نیولی دي چه تخمینی بیه او ارزش یی  د سلو میلیاردو ډالرو په شا وخوا کی  دي چه دا ټوله د لیبیا ملی پانګه ده، ولی دا دد ه دعیش اونوش خرچه ده                                              

 

د مصر د انقلابی پا څون د برۍ وروسته سمد ستي په لیبیا کی حا لات کړ کیچن شول . د قذافی مخا لفی ډلی دبنګازی غټ ښار په خپله قبضه کی را ووستي او ډیر ژرپه پر له پسی توګه پر مخ تګ د نورو ښارونو د نیو لو لپاره شروع شو. داسی معلو میده چه مخا لفین به د ترپیولی(طرابلس) ښار ډیر ژر تر خپلي  ولکی لاندي را ولي ،ولی د قذافی پیسو او د سکتوریزم د قبیلو او ټبر اشرافی  ځایی چار واکو  د مخا لفی ډلی د پا څون  لاره په ټپه ونیوله. قذافی د پیسو او ډالرو په زور د آفریقا یی  وږو هیوادونو لکه :چاد،  انکولا ،ایتو پیا، نا یجریا، سومالی اونورو هیوادو اجیر مزدوران د نغدو پیسو په مقابل کی د خپل اولس د ځپلو او د ځان د ساتلو لپاره و ګمارل . دوي ته یی هره ورځ د ډالرو ډکي کڅوړي ور کولي. دوي د قذافي څخه ډول  ډول سلا ګانی ، جنګي ټانکو نه ،کلا شینکوفونه او مرمي ا و درنی او سپکی وسلی ا خیستلي. دغو مزدورو اجیرانو د قذافي د فوځیانو سره په ګډه په ډیري بیر حمی سره د بنګازی شا وخواه ښارونه لکه : سورت،زیلتان، البیدا،صبرانه،غوریان او د لیبیا  دنورو سیمو  پرخلکو باندی د اور داسي لمبي  خپری کړي چه هره ورځ به د بیګناه لیبیا یي مسلمانو مړي پخپل ښار او په خپل کورکی د بیګا نوو له لاسه تر خاورو لاندی کیدل .قذافی او زامن به یی د غربی هیوادو  په تلویزیونو کی خپلی مصا حبی کولي او دخپلی زور واکی او جاه طلبي د خو بو نو ټالونه یی اوږده ول. دوي داسی انګیرله چه ډیر ژر به د لاسه وتلی ښارونه بیر ته لاس ته راشي اود قذافي رژیم به خپلی چړچي او میلي کوي او دبنګازی مخا لفین به جزأ ویني

  د ملګرو ملتونو ټولنی د امنیت شورا د لمړی ځل لپاره په یوه آواز بیله کومی مخا لفي رایه فیصله وکړه چه د لیبیا مشر باید د خپلو خلکو د وژني او ظلم څخه لاس واخلي او د  هیواد په کچه د ټولو خلکو و حقوقوا و غو ښتونو ته دي غا ړه کښیږدي.

 ولی د لیبیا مشر قذافي او زامن یی د خپلی سر ټنبي  پر لیکه د خپل هوډ نه تیر نه شول  او د  لیبیا د بیګناه خلکو وژلو ته یی ادامه ور کړه. د قذافی افراطی ډلي او مزدورو قواوو هره ورځ خپل خلک ټکول او وژل او په دی لاره کی یی هیڅ  سپما نه کوله.

 د بنګازی اوسیدونکو د ټولی نړي خلکو ته د مرستي او لاس نیولو چیغي او ناری وهلی او په دواړو لاسو یی د خدای  تعا لی څخه د الهی  مرستی دعا وی کولی تر څو ددی کر غیړن ویر او ما تم څخه ځان خلاص کړي. او پر خپل کور ددیکتاتور رژیم قربانی نشي

امریکا او غربی نړۍ هم خپل هدفونه لري او د قذافی د حکومت واګي دوی ته نور د قبول وړنه دي.دوی نور د خپل پخواني ملاتړ قذافی ملتیا نه کوي او دهغه پر ځاي دمخا لفي ډلی سره خبری کوي.ددوی ګټی د تیلواونفتوپه ذخیرو پوری تړلی دي  نه په بل  شی

 د امریکی ، فرانسی او  د ناتو د نورو هیوادو هوا یی حملی د ًقذافي د دیکتا توری رژیم  د له منځه وړلو لپاره د لیبیا  د اکثرو خلکو په ګټه  هغه وخت تما میږي چه  داولس واک د یوه ازاد او انتخابی کمپاین له لاری بیله کومه شر طه د او لس په لاس کی ورشي. هر څو مره چه قذافی او دده خونخواره ډ له ژر له واکه لیره شي هغومره به د لیبیا د خلکو په ګټه وي. دا ځکه چه نور دسیمی عربی نړي ، غربی او شرقی نړي د قذافی د واک اوږد یدل نه غواړي. قذافی باید د خپلو خلکو د حقوقو د سر غړوني په وجه د ظلم ، ناتار او جبر لرویه په لیبیا کی په علنی ډول سره محا کمه شي . تر څو د خپلو خلکو دویر او غم څخه ددوی په وړاندي په ژوندی ډول سره دغور او تحقیق پروسه پلی کړي او جزِأ وویني. د قانون او عدالت  په منګولو کی د قذافی  را کښول ضروری او حتمي ښکاري.

 د لیبیا خلک باید نور دخپل راتلونکي  هیواد سوکالي  او ارامي لپاره د ټولو قومونو، تکمونو ډلو ټپلو ته   په یوه ستر ګه وګوري او خپلي شخړي په خپله اواري کړي.

پای.                   


April 2nd, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی